کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱ وری، ۱۴۰۳ل)
د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردغان” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې اسلامي نړۍ غزه کې د اسرائیلو د وحشتونو په مخنیوي کې پاتې راغلې ده.
ولسمشر اردغان ویلي:باید ومنو چې اسلامي نړۍ غزه کې د اسرائیلو د وحشتونو په مخنیوي کې پاتې راغلې ده.:
ولسمشر اردغان ویلي: د تأسف ځای ده، چې اسلامي نړۍ کې یوالی نشته، د فلسطین قضیې ته اهمیت نه ورکوي او له پامه یې غورځولې ده.
ولسمشر اردغان خبرداری ورکړی، که اسلامي هېوادونه په خپل مینځ کې یو والي ته فکر و نه کړي نو هغه ورځ لرې نه ده، چې صهیونیستي ترهګر به یې ګرایوانونو ته لاسونه ور واچوي.
ولسمشر اردغان یوځل بیا پر امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو توندې نیوکې کړي او په امریکا یې تور لګولی، چې د نتنیاهو د ترهګر ريژیم لخوا غزه کې پر روانو وحشتونو سترګې پټوي او په څرګند ډول ورسره مرستې کوي.
د ویلو ده، چې ولسمشر اردغان یوځل بیا د اسرائیلو پر وړاندې د حماس غورځنګ په ګډون د ټولو فلسطینې مقاومتي ډلو د مبارزې ننګه کړې، نتنیاهو یې ترهګر بللی، اسلامي نړۍ او په ځانګړي ډول یې عربي هېوادونو ته په خطاب کې ویلي: که د حماس مقاومت نه وای، د صهیونیستانو مخه یې نه وای نیولې نن به د مکې او مدینې منورې په دروازو کې اسرائیلي پوځیان ولاړ وو.


















