کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲ وری، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د یمن وسله والو ځواکونو په سره سمندرګي کې د امریکا او برېتانیا دوه بېړۍ ویشتلي دي.
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” پلازمېنه “صنعا” کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال ویلي، چې ځواکونو یې نن پنجشنبه سهار وختي د مارچ په 21 مه نېټه د امریکا او برېتانیا دوه پوځي بېړۍ ویشتلي دي.
د نوموړي په خبره یادو بېړیو له تیارې څخه په ګټه اخیستنې هڅه کوله، چې اسرائیلو ته وژونکې وسلې ولیږدوي، چې د دوی د سمندري ځواکونو لخوا د بالستیک توغندیو په وسیله په نښه او په بشپړه توګه له منځه وړي دي.
د برېتانیا د سمندري ځواکونو د پېښې پخلی کړی؛ خو امریکایي ځواکونو یې تر اوسه په اړه څه نه دي ویلي.
د ویلو ده، چې د تېر 2023م کال د نوامبر د میاشتې له ۱۹ نیټې راهیسې د یمن وسله والو ځواکونو د فلسطیني ولس د ملاتړ او پر غزې تړانګې د صهیونیستي اشغالګرو لخوا د روان وحشت په غبرګون کې په سره سمندرګي او عدن خلیج کې د امریکا، برېتانیا، اسرائیلو او ځینو نورو هېوادونو په بېړیو د بې پیلوټه الوتکو او بالستیک توغنديو په وسیله 90 بریدونه ترسره کړي، چې په پایله کې یې لسګونه بېړۍ له منځه وړي دي


















