د عراق شمال کې د ترکیې د پوځ په عملیاتو کې ۱۲ کردي وسله وال وژل شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۴ وری، ۱۴۰۳ل)

د ترکیې د دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د عراق په شمال کې په ځانګړو عملیاتو کې د کردستان د کارګر ګوند (PKK) ۱۲ وسله وال وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردغان” په دې وروستیو کې له عراقي حکومت سره د کرد وسله والو سره د مبارزې لپاره د “ګډ عملیاتي مرکز” د جوړولو وړاندیز کړی و.
وروسته له هغه چې ترکیې په سیمه کې د نویو پوځي عملیاتو خبرداری ورکړ، د دواړو هېوادونو د دفاع وزیرانو په ګډون لوړپوړو ترکي او عراقي چارواکو تېره اوونۍ په بغداد کې د کردستان د کارګر ګوند پر وړاندې د احتمالي اقدام په ګډون پر امنیتي مسایلو خبرې وکړې.

د ترکیې د دفاع وزارت یوه چارواکي د کردستان د کارګر ګوند په اړه خبریالانو ته وویل: “عراق هم دغه ګوند د ځان لپاره یو ګواښ ګڼي او دوی زموږ وړاندیز ته د ګډو عملیاتو د مرکز د جوړولو او د ترهګرۍ پر وړاندې په جګړه کې د همکارۍ لپاره مثبت ځواب راکړی دی.

د تېرې اوونۍ په ناسته کې دواړو لورو بغداد ته د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د سفر لپاره چې تمه ده له روژې وروسته ترسره شي، پر چمتووالي خبرې وکړې.

هغه دا هم وویل چې انقره پلان لري چې عراق ته د اردوغان د سفر په جریان کې په پراخه ستراتیژیک سند کې د ګډ عملیاتو مرکز شامل کړي.

د کردستان PKK ګوند له ۱۹۸۴م کال راهیسې د ترکیې د حکومت پر ضد وسله واله مبارزه کوي او د دغه ګوند د بغاوت په نتیجه کې تر ۴۰ زرو زیات کسان وژل شوي دي.

له ډېرې مودې راهیسې د ترکیې له حکومت سره د دغه ګوند شخړې د ترکیې په سویل ختیځو کلیوالو سیمو کې روانې وې، خو د دغه ګوند مرکزونه اوس تر ډېره د عراق په شمال کې د کردستان په غرونو کې دي.

د ویلو ده، چې په تېرو کلونو کې انقرې په سوریه کې دننه هم د دغه ګوند پر ضد ګڼ شمېر پوځي عملیات ترسره کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button