کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۹ وری، ۱۴۰۳ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام لېوا” پوځي مشر او لوړ پوړي قوماندان “محمد ابو الضحیف” د اسلامي نړۍ ځوانانو ته په خطاب کې ویلي، د اقصی جومات ازادۍ ته دې راوړاندې شي.
د ایران تسنیم خبري آژانس تېره ورځ ده د نوموړي یو غږیز پیغام خپور کړی، چې نوموړي په کې د اسلامي نړۍ او په ځانګړي ډول د عربي هېوادونو له ځوانانو غوښتي، چې د فلسطین پر ملاتړ لاریونونو کې دې ګډون وکړي او د “اقصی” جومات په ازادۍ کې دې برخه واخلي.
د حماس اسلامي غورځنګ دغه لوړ پوړي پوځي قوماندان د اسلامي نړۍ پر ځوانانو غږ کړی، چې د “اقصی” جومات په ازادولو کې دې برخه واخلي او باید د انګریزانو لخوا جوړو شویو سرحدونو او نورو محدودیتونو ته دې فکر نه کوي.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي: د “د فلسطین او اقصی” قضیه یواځې فلسطنیانو پورې اړه نه لري بلکې د نړۍ په ټولو مسلمانانو یې دفاع فرض عین ده.
د ویلو ده، چې د حماس اسلامي غورځنګ د یاد قوماندان د ژوند په اړه ډېر مالومات نشته؛ خو ځینې رسنۍ وایي، چې نوموړی د مصري پوځ یو پخوانی قوماندان ده او اسرائیل یې د تېر 2023م کال د اکتوبر د 7 مې د حملو له طراحانو څخه ګڼي.


















