کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۹ وری، ۱۴۰۳)
د سوریې په ختیځ کې د اسرائیلي اشغالګرو په هوایي برید کې د ایران د سپاه پاسداران د یو لوړ پوړي قوماندان په ګډون ۹ جنګیالي وژل شوي دي.
د سوریې د بشري حقونو د څار لندن میشتي سازمان “العربیه” نړېوال تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې، اسرائیلي الوتکو د یاد هېواد په ختیځ “دیرالزور” ولایت کې د سپاه پاسداران یو مرکز باندې هوایي برید کړی، چې په پایله کې یې د یو لوړ پوړي قوماندان په ګډون ۹ جنګیالي وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې خبر ورکړی، نن پنجشنبه سهار وختي د سوریې په ختیځ کې د دیر الزور ولایت اړوند سیمه کې د اسرائیلو هوایي برید کې د سپاه پاسدران نهه غړي وژل شوي دي.
دغه سازمان زیاته کړې: “داسې راپورونه ورکړل شوي چې د دیرالزور په ګاونډ “الفلات” کې د سپاه پاسدران پر یو مرکز د بریدونو په پایله کې یو لوړ پوړی ایرانی چارواکی وژل شوی دی.
له بلې خوا د «دانشجو» خبري آژانس په یوه راپور کې د سوریې په دیرالزور کې د «مقاومت پر محور» د امریکايي ځواکونو د هوايي بریدونو په پایله کې د ایران د انقلابي ګارد د یوه سلاکار د وژل کیدو خبر ورکړی دی.
د ویلو ده، چې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو سوریه کې د خپل لوړ پوړي قوماندان او ۱۲ جنګیالیو وژل کېدل تایید کړي، د غچ اخیستو ژمنه یې کړې ده او د یوې اعلامیې په خپرولو سره یې نوموړی قوماندان د فلسطیني مقاومتي ډلو د جنګیالیو روزونکې یاد کړی دی.


















