کابل ټکی کام ۰۴کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د طالبانو له لورې په خپره کړی شوې خبر پاڼه کې ویل شوي دي چې د فراه ولایت پشترود ولسوالۍ د دوی د جنګیالیو تر بریدونو لاندې ده.
خبر پاڼه کې ویل شوي دي، چې نن سهار وختي د دوی جنګیالیو د یاد ولایت د یادې ولسوالۍ پر مرکزي ودانۍ او د دغې ولسوالۍ اړوند په چپک، چارماس، بلندي سیمو کې د افغان ځواکونو پر قرارګاوو او امنیتي پوستو سخته جګړه پیل کړه.
طالبانو په خبر پاڼه کې د افغان ځواکونو ته د درندو تلفاتو خبر هم ور کړی دی.
د نورو جزئیاتو لپاره کابل ټکی کام څارئ!
















