کابل ټکی کام (جمعه، ۱۰ وری، ۱۴۰۳ل)
د یمن “المیسره” خبري آژانس خبر ورکړی، چې د یاد هېواد وسله وال پوځ په تېرو پنځو ورځو کې د امریکا او برېتانیا نهه جنګي بېړۍ ویشتلي دي.
المیسره خبري آژانس د یمن د وسله والو ځواکونو د سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې ځواکونو یې په تېرو ۵ ورځو کې سره سمندرګي او او عدن خلیج کې د امریکا او برېتانیا په ۹ جنګي بېړیو بریالي عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې په نښه شوې بېړۍ په بشپړه توګه له منځه وړل شوي دي.
په ورته وخت کې د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” هم د یوې لنډې اعلامیې په خپرولو سره د امریکا او برېتانیا په بېړیو د بریدونو مسؤلیت منلی او په خبره یې یاد بریدونه یې پر یمن د امریکا او برېتانیا د وروستیو ترهګریزو حملو او په غزه کې د اسرائیلو د روان وحشت په غچ کې تر سره کړي دي.
د ویلو ده، چې د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یوځل بیا خبرداری ورکړی، چې ترڅو پر غزې د اسرائیلي ترهګرو او پر یمن د امریکا او برېتانیا ترهګریز بریدونه دوام لري پر وړاندې به یې د دوی بریدونه هم روان وي.

















