کابل ټکی کام (جمعه، ۱۰ وری، ۱۴۰۳ل)
له لبنان ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د یاد هېواد په جنوب “ناقوره” سیمه باندې د اسرائیلي ترهګر ريژیم په هوایي برید کې د حزب الله اسلامي غورځنګ یو مهم قوماندان او ۴ جنګیالي وژل شوي دي.
د حزب الله اړوند “المنار” تلویزیوني شبکې د یاد غورځنګ یوه خبر پاڼه خپره کړې، چې په کې حزب الله د خپل یو مهم قوماندان او ۴ تنو جنګیالیو د وژل کېدو خبر تایید کړی ده.
د ویلو ده، چې دا لومړی ځل نه دی، چې اسرائیلي اشغالګر لبنان کې د حزب الله اهدافو باندې هوایي بریدونه کوي، بلکې د تېر 2023م کال د اکتوبر پر اوومه نېټه د حماس اسلامي غورځنګ لخوا پر اسرائیلو د “طوفان الأقصی” په نوم د ځپونکو عملیاتو له پیل، پر غزې د صهیونیستي نیواکګرو تر مرګونو بریدونو راهیسې د لبنان- اسرائیلو پر پوله د حزب الله او صهیونیستي اشغالګرو ترمنځ هم نښتې پیل شوي او اسرائیلو بیا، بیا لبنان کې دننه بریدونه کړي دي.

















