کابل ټکی کام (جمعه، ۱۰ وری، ۱۴۰۳ل)
د سوریې د دولتي تلویزیون خبر ورکړی، چې د یاد هېواد په “حلب” ولایت اسرائیلي نیواکګرو هوایي بریدونه کړي، چې په پایله کې یې د سوریې د وسله والو ځواکونو ۴۰ تنه غړي وژل شوي او لسګونه نور ټپبان دي.
د سوریې د بشري حقونو د څار لندن میشتي سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې بریدونه د حلب نړیوال هوایي ډګر ته څېرمه د سوریې د ملي ځواکونو پر درې اډو او د لبنان د حزب الله غورځنګ پر دوه مرکزونو ترسره شوي دي.
حزب الله غورځنګ ته نږدې سرچینو هم منلی، چې د اسرائیلو په بریدونو کې یې ۵ تنه وسله وال وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
د ویلو ده، چې اسرائیلي اشغالګرو په 2011م کال سوریه کې د کورنۍ جګړې د پیل راهیسې دغه هېواد کې سلګونه هوایي بریدونه ترسره کړي، چې تر ډېر په کې د ایران له ملاتړه برخمنې وسله والې ډلې په نښه شوي دي. سوریه کې د اسرائیلو هوایي بریدونه تر هغې وروسته لا ډېر شوي، چې د تېر کال د اکتوبر په ۷ مه نېټه د فلسطین حماس غورځنګ پر اسرائیلو خونړي بریدونه وکړل. اسرائیل سوریه تورنوي، چې د فلسطیني مقاومتي ډلو د وسلو او پیسو همکاري کوي، هغه تور چې د سوریې حکومت یې نه تاییدوي او نه یې رد کوي.

















