کابل ټکی کام (جمعه، ۱۰ وری، ۱۴۰۳ل)
له هغه وروسته، چې تېره اوونۍ د مصر پلازمینې “قاهره” کې د حماس اسلامي غورځنګ او اسرائیلو ترمنځ د اوربند، بندیانو د تبادلې او له غزې د صهیونیستي پوځیانو د وتلو په اړه خبرې ناکامې شوې. تازه د اسرائیلو ۱۲ خبري آژانس خبر ورکړی، چې د اسرائیلو لومړي وزیر نتنیاهو د صهیونیست ريژیم د څارګرې ادارې “موساد” مشر ته دنده سپارلې، چې د قطر پلازمینې دوحې ته لاړ شي او حماس غورځنګ سره د بندیانو د تبادلې په ګډون پر یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې اترې پیل کړي.
د نتیناهو له دفتر څخه خپره شوې خبر پاڼه وایي، چې حکومت ته یې د بندیانو خلاصول ارزښت لري او په هر څومره قیمت چې کېږي باید خبرې بریالی شي.
د اسرائیلو ۱۲ خبري آژانس خبر ورکړی، چې نتنیاهو وروسته له هغه دا پرېکړه کوي، چې حماس غورځنګ سره یې د خبرو تر ناکامېدو وروسته پر وړاندې پراخ ولسي لاریونونه پیل شوي دي.
د یاد خبري آژانس په خبره امریکا هم اسرائیلي حکومت ته په څرګندو ټکو ویلي، چې حماس سره دې روانه شخړه د خبرو اترو له لارې حل کړي او واشنګټن نه شي کولی، چې د تل لپاره اسرائیلو سره د وسلو مرستې وکړي.
د ویلو ده، چې کابل ټکی کام وېب سایټ قطر کې د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر له غړي او ویاند “حسام بدران” څخه د اسرائیلو د وروستی پرېکړې په اړه وپوښتل. نوموړي یې په وضاحت کې وویل: چې د دوی دریځ هماغه پخوانی او څرګند دی، لومړی دی اسرائیلي پوځيان له غزې په بشپړه توګه ووځي. کلابندي دې پای ته ورسوي. غزې ته دې د خوراکي، طبي او نورو اړینو توکو د لیږلو اجازه ورکړي بیا دوی چمتو دي، چې د بندیانو د تبادلې په هکله د خبرو اترو میز ته را ستانه شي.


















