سوریه؛ د اسرائیلي اشغالګرو د تېرې شپې په برید کې ۴۰ پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۳ وری، ۱۴۰۳ل)

د راپورونو له مخې د سوریې پر پلازمېنه “دمشق” د اسرائیلي اشغالګرو د تېرې ورځې په وحشیانه هوایي بریدونو کې ۴۰ تنه پوځيان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

د سوریې دولتي تلویزیون د یاد هېواد د وسله والو ځواکونو د ویاند په حواله خبر ورکړی، چې یاد بریدونه تېره شپه ناوخته پلازمینې دمشق ته څېرمه په څو پوځي اډو ترسره شوي، چې ګڼو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سوریې د بشري حقونو د څار لندن میشتي سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اسرائیلو بریدونو کې د اوښتو تلفاتو د زیاتوالي په تړاو اندېښنه ښودلی او په خبره یې ګڼ ټپیان لا هم تر خاورو لاندې دي.

د ویلو ده، چې وړمه ورځ هم د سوریې د “حلب” هوایي ډګر ته څېرمه د یاد هېواد څو پوځي مرکزونه اسرائیلي نیواکګرو په نښه کړي و، چې په پایله کې یې ۱۵۰ تنه پوځيان ووژل شول او نږدې ۳۰۰ نور ټپیان شوي وو.

مربوطه مطالب

Back to top button