د یمن وسله والو ځواکونو یوه برېتانوي بېړۍ ویشتلې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۳ وری، ۱۴۰۳ل)

د یمن وسله والو ځواکونو خبر ورکړی، چې “سره سمندرګي” کې یې نن سهار وختي یوه برېتانوي پوځي بېړۍ ویشتلې ده.

د یمن د وسله والو ځواکونو د پوځي شورا غړي او د ویاندویانو د کمېسیون مشر برید جنرال” مجیب شمسان” کابل ټکی کام ته ومنله، چې یادې برېتانوي بېړۍ اسرائیلو ته تیل او وژونکې وسلې لیږدولې، چې د دوی د ځواکونو لخوا په نښه او په بشپړه توګه له منځه یو وړل شوه.

د برېتانیا د سمندري ځواکونو ویاند هم پېښه تائید کړې؛ خو د ډېرو جزییاتو له ورکولو یې ډډه کړې ده.

د ویلو ده، چې د یمن د وسله والو ځواکونو د پوځي شورا دغه لوړ پوړي غړي یوځل بیا خبرداری ورکړی، چې ترڅو پر غزې د اسرائیلي ترهګرو او پر یمن د امریکا او برېتانیا ترهګریز بریدونه دوام لري پر وړاندې به یې د دوی بریدونه هم روان وي.

مربوطه مطالب

Back to top button