کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۶ وری، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د غزې تړانګې په بېلا بېلو برخو کې د حماس ځواکونو سره نښتو کې ۱۶ اسرائیلي ترهګر پوځیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
غزه کې د حماس غورځنګ سرچینو رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې اشغالګرو ته تر ټولو ډیره مرګ ژوبله د غزې تړانګې شمال کې هغه مهال واوښته، چي د مقاومت د جنګیالیو کمین سره مخ شول.
یادو سرچینو د مقاومت “اړوند الأقصی” تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې ځواکونو یې د اسرائیلو دوه پرمختللي ټانکونه په “یاسین ۱۰۵” میزایلو ویشتلي، چې پکې سپاره لس تنه اسرائیلي پوځيان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
په ورته وخت کې اسلامي جهاد او قدس لېوا مقاومتي ډلو هم ادعا کړې، چې د غزې مرکزي او جنوبي سیمو کې یې په اشغالګرو بریدونه کړي، چې په پایله کې یې شپږ تنه صهیونیستي پوځیان وژل شوي دي.
د ویلو ده، چې اسرائیلو تر اوسه د حماس غورځنګ د ادعاوو په هکله څه نه دي ویلي؛ خو اسرائیلي رسنیو خبر ورکړی، چې د غزې تړانګې ختیځ کې یې یو شمېر ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


















