کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۶ وری، ۱۴۰۳ل)
د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حرب الله مشر “حسن نصرالله” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې موږ ټول بايد د اقصی طوفان عملياتو بريا لپاره هڅې وکړو.
د حسن نصرالله وینا، چې د مقاومت اړوند “المنار” تلویزویوني شبکې خپره کړې په غږیز ډول وه او فکر کېږي، چې څو ورځې وړاندې ثبت شوې ده. حسن نصرالله په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده: د الأقصی طوفان مبارکو عملیاتو د صهیونیستانو وجود له ختمېدو سره مخ کړی او موږ به حماس او نورو فلسطیني مقاومتي ډلو سره یوځای د ترهګرو صهیونستانو خلاف خپلو عملیاتو ته دوام ورکوو.
د حزب الله مشر ویلي، چې موږ ټول باید د یادې جګړې د بریالي کېدو لپاره کار وکړو او داسې پلانونو باندې کار وکړو چې د “طوفان الأقصی” عملیات یوې مثبتې پایلې ته ورسوي.
د نوموړي په خبره د حزب الله ځواکونه ثابت قدم دي، مرال یې لوړ دی او غزه کې د حماس غورځنګ او ټولو فلسطیني مقاومتي ډلو سره له نږدې کار کوي.
حسن نصرالله د خپلو خبر پر دوام ویلي، چې د “طوفان الأقصی” عملیات به د صهیونیستي اشغالګرو وحشت پای ته ورسوي. موږ د مقاومت د لاسته راوړنو ستاینه کوو، چې په سیمه کې یې یو غښتلی غلیم را څملولی دی.


















