د سوریې وسله والو ځواکونو د اسرائیلو پر اډو توغندیز بریدونه کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۶ وری، ۱۴۰۳ل)

له هغه وروسته، چې اسرائیلي اشغالګرو په تېره یوه اوونۍ کې د سوریې په پلازمېنه دمشق او ځینو نورو ښارونو باندې مرګوني هوایي بریدونه وکړل. په ځواب کې یې د سوریې وسله والو ځواکونو د جولان په لوړو کې د صهیونیستي ريژیم پر دوه مهمو پوځي اډو توغندیز او هوایي بریدونه کړي دي.

د سوریې دولتي تلویزیون خبر ورکړی، چې یاد بریدونه د ولسمشر “بشارالاسد” په امر ترسره شوي دي، د صهیونیستي دوښمن دواړه اډې چې ۸۰۰ پوځیان پکې مېشت و په بشپړه توګه ویجاړې شوي او د دوښمن سلګونو پوځیانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ویلو ده، چې اسرائیلي اشغالګرو په تېره یوه اوونۍ کې دمشق کې د ایران د سفارت پر ودانۍ او حلب ولایت کې د سوریې د وسله والو ځواکونو دوه اډو باندې بریدونه وکړل، چې په پایله کې یې نږدې ۲۵۰ کسان چې ډېر یې سوریایي پوځان وو ووژل شول او سلکونه نور ټپیان شول.

مربوطه مطالب

Back to top button