روسیې سوریې ته سلګونه سرتېري لیږلي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۶ وری، ۱۴۰۳ل)

د راپورونو له مخې روسیې خپل سلګونه سرتېري، چې پر مختللو وسلو سمبال دي د سوریې د “ګولان” لوړو ته استولي دي.

روسیه دا اقدام وروسته له هغه کوي، چې اسرائیلي نیواکګرو د سوریې په پلازمېنه “دمشق” کې د ایران پر سفارت هوایي بریدونه وکړل او ګڼ شمېر کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې سوریه کې د بهرنیو هېوادونو سفارتونه په امن نه دي او هره شیبه امکان شته چې اسرائیل پرې بریدونه وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دغه راز زیاته کړې ده، چې خپل ځواکونه او پر مختللي تجهیزات یې د دمشق په رسمي غوښتنه دغه هېواد ته لیږلي دي او ډېر ژر به سلګونه نور سرتېري دمشق ته هم ولیږي ترڅو د بهرنیو سفارتونو او د سوریې د مهمو پوځي او ملکي ادارو امنیت ونیسي.

د ویلو ده، چې وړمه ورځ اسرائیلي اشغالګرو د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ایران پر سفارت د ټولو نړېوالو نورمونو خلاف هوایي بریدونه ترسره کړل، چې په پایله کې یې د څو مهمو ایراني جنرلانو په ګډون لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او د سفارت د ودانۍ ډېره برخه هم تخریب شوه. د ایران ولسمشر “ابراهیم رئیسي” اسرائیلو ته خبرداری ورکړی، چې دا بذدلانه برید به یې بې ځوابه پاتې نه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button