کابل ټکی کام (جمعه، ۱۷ وری، ۱۴۰۳ل)
د سپوتنیک خبري آژانس د خبر له مخې د روسیې دفاع وزارت د اوکرایین په “روستوف” سیمه کې د 53 اوکرایني بې پیلوټه الوتکو د نیولو او ویجاړولو اعلان خبر ورکړی دی.
د روسیې د دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې تېره د شپه او نن سهار یې د کییف رژیم لخوا د بې پیلوټه الوتکو په کارولو سره د ترهګریزو بریدونو ډیری هڅې شنډې کړې دي.”
اعلامیه کې راغلي دي، چې د روستوف سیمې په فضا کې یې د اوکرایین ۵۳ بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.
د ویلو ده، چې اوکرایین تر دې دمه د روسیې د وروستیو ادعاوو په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تېره اوونۍ د یاد هېواد ولسمشر خبرداری ورکړی و، که امریکا او نور غربي هېوادونه یې ملاتړ ونکړي نو د دوی ځواکونه به تر ډېره د روسي ځواکونو د حملو زور ونه لري او له ډېرو سیمو به شاتګ وکړي

















