کابل ټکی کام (شنبه، ۱۸ وری، ۱۴۰۳ل)
د افغانستان اسلامي امارت زعيم امیرالمومنین شیخ هبة الله اخندزاده حفظه الله د راتلونکي کوچني اختر په مناسبت خپور شوي د مبارکۍ پیغام کې د اسلامي امارت ټولو منسوبينو ته توصیه کړې، چې د امنيت د لا ښه ټينګښت په موخه ويلي چې امنیت په دې نه راځي چې سختي وشي، بلکې امنيت د شريعت په تطبیق او عدالت کې دی.
د پيغام په پيل کې ټول افغان ملت ته د اختر مبارکي ويل شوې، ورپسې له افغان ملت غوښتل شوي، چې د اسلامي نظام او امنيت په څېر سترو نعمتونو شکر ادا کړي او ټينګار شوی، چې په هر نعمت شکر ادا شي، الله تعالی يې زياتوي او که خدای مه کړه ناشکري وشي، د الله د عذاب لامل کيږي.
د پيغام په يوه برخه کې د راغلي، چې د جهاد مهم هدف د اسلامي شریعت تنفيذ دی او اسلامي امارت هم همدې اساسي هدف ته لومړیتوب ورکوي.
پيغام کې د تعليم او تربيې يادونه هم شوې او زياته شوې چې د نوي نسل د ديني او عصري زده کړو لپاره د اسلامي امارت د پوهنې وزارت پراخ تشکيلات لري او ګڼ شمېر تعليمي ادارې فعالې دي.
د اقتصادي ودې لپاره د اسلامي امارت له هڅو يادونه شوې او تر څنګ يې له تاجرانو او پانګوالو څخه غوښتنه شوې، چې خپلمنځي شرکتونه ايجاد او پانګونه وکړي.
د سيمې او نړۍ له هيوادونو سره د اړيکو په برخه کې راغلي، چې اسلامي امارت د ټولو هيوادو سره د اسلام د مقدس دین د اصولو په رڼا کې له هر چا سره په متقابل درناوي ولاړې اړيکې غواړي.
پيغام کې د فلسطين موضوع هم ياده شوې ده، دغه مهمه قضيه د ټول امت قضيه ګڼل شوې، د اسراییلي اشغالګرو وحشتونه غندل شوي او پر نړۍ او ځانګړي ډول اسلامي هيوادونو غږ شوی چې هر څه ژر د اسراييلي اشغالګرو د ظلم مخنيوی وکړي.

















