کابل ټکی کام (شنبه، ۱۸ وری، ۱۴۰۳ل)
رویټرز خبري آژانس خبر ورکړی، چې د ایران اسلامي جمهوریت د اسرائیلو پر وړاندې ځوابي برید ته چمتوالی نیسي.
رویټرز خبري اژانس د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو د عمومي قوماندان “حسن سلامي” په حواله ویلي، چې د دې احتمال شته، چې په راتلونکو اونیو کې پر اسرائیلي اهدافو د بې پیلوټه الوتکو او پرمخ تللو توغندیو پر وسیله بریدونه ترسره کړي.
رویټرز خبر ورکړی، چې د ایران بریدونه به ځپونکي وي او د اسرائیلو په مینځ او له دغه هېواد څخه بهر به ځینې مهم اهداف په نښه کړي.
د ویلو ده، چې د لبنان حزب الله مقاومتي غورځنګ بیا اسرائیلو ته خبرداری ورکړی، چې یوې پرېکنده جګړې ته دې تیار شي.

















