د عراق اسلامي مقاومت بې پیلوټه الوتکو ګولان لوړو کې صهیونیستي اهداف په نښه کړل

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۰ وری، ۱۴۰۳ل)

د راپورونو له مخې د عراق د اسلامي مقاومت “حشدالشعبي” ځواکونو د سوریې-اسرائیلو پر پوله د اسرائیلو لخوا په اشغال شویو “ګولان” لوړو کې د صهیونیستي پوځ پر ۵ پوځي اډو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

د عراق اسلامي مقاومت سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې ځواکونو یې نن دوشنبه، د اپریل په اتمه نېټه سهار وختي د ګولان په لوړو کې د اسرائیلي پوځ مهم اهداف په نښه کړي دي.

د اعلامیې له مخې په یادو بریالیو عملیاتو کې ګڼ شمېر صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې او په نښه شوي اهداف هم له مینځه وړل شوي دي.

د ویلو ده، چې د عراق د اسلامي مقاومت وسله والې ډلې ویلي، چې یاد بریدونه یې د سوریې په پلازمېنه “دمشق” کې د اسرائیلي اشغالګرو لخوا د ایران پر سفارت د وروستیو بریدونو په غچ کې تر سره کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button