کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۰ وری، ۱۴۰۳ل)
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې امریکا سوریه کې زموږ پر سفارت د برید مسؤلیت په غاړه لري او صهیونیستي ريژیم ته به سخته سزا ورکړل شي.
د نوموړي په خبره راتلونکې ورځې به دصهیونیستانو لپاره سختې وي صهیونیستي ادارې ته به زموږ پر سفارت د برید په جرم سخته، نه هیریدونکې او تاریخي سزا ورکړل شي.
امریکا صهیونیستي ادارې ته شنه څراغ ورکړ، چې په دمشق کې زموږ پر سفارت برید وکړي.
په دمشق کښې زمونږ د سفارت په وړاندې د صهیونیستي ادارې جنایت د امریکې د توغندیو او الوتکو په وسیله ترسره شو.
صهیونیستي اداره په غزې کې د ماتې خوړلو له کبله بد حالت سره مخامخ ده.
واشنګټن په دمشق کې د ایران په سفارت د حملې مسئولیت په غاړه لري. موږ یوځل بیا ژمنه کوو، چې صهیونیستي رژیم ته به یوه داسې سزا ورکړو، چې تاریخ به یاده ساتي.


















