کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۳ وری، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د یمن وسله والو ځواکونو په سره سمندرګي “بحرالأحمر” او عدن خلیج کې یوه اسرائیلي او دوه برېتانوي بیړۍ ویشتلي دي.
د یمن د وسله والو ځواکونو سرچینو د مقاومت اړوند “المیادین” تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې ځواکونو یې نن پنجشنبه د اپریل په 11 مه نېټه سهار وختي سره سمندرګي کې د یو اسرائیلي شرکت اړوند بېړۍ باندې د بې پیلوټه الوتکو په وسیله برید کړی، چې په پایله کې یې یاده بېړۍ په پشپړه توګه له منځه تللی ده.
دغه راز یادو سرچینو ادعا کړې ده، چې دوه برېتانوي بېړۍ یې عدن خلیج کې د بالستیک توغندیو په وسیله په نښه کړي، چې یوه یې په بشپړه توګه ویجاړه شوې او دویمې ته یې هم د پام وړ زیان رسیدلی ده.
د برېتانیا د سمندري ځواکونو ویاند تائید کړی، چې په بېړیو یې بریدونه ترسره شوي؛ خو پکې د اوښتو زیانونو په هکله یې څه نه دي ویلي.
د ویلو ده، چې د یمن وسله والو ځواکونو د تېر 2023م کال د نومبر میاشتې له نیمایي څخه په سره سمندرګي، عدن خلیج، د هند سمندر او د بحرین په سواحلو کې د امریکا، اسرائیلو او برېتانیا په ګډون د ګڼ شمېر هېوادونو پر بېړیو باندې 103 بریالي عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې 87 بېړۍ ویشتلي او 5 نورې یې روغې نیولي دي او د برخلیک واک یې حماس اسلامي غورځنګ ته ورکړی ده.


















