اردوغان هنيه سره خبرو کې: اسراييل به خامخا د ترسره کړو جنايتونو حساب ورکړي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۴ وری، ۱۴۰۳ل)

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د فلسطیني د مقاومتي غورځنګ “حماس” له سیاسي مشر اسماعیل هنیه سره په تلیفوني خبرو کې د نوموړي د کورنۍ د څو غړو د شهادت په اړه تسلیت او خواخوږي څرګندنه کړې ده.

ولسمشر اردغان ویلي، چې د اسراييلو صهیونیست او ترهګر ریژیم به خامخا د ترسره کړو جنايتونو حساب ورکوي.

دغه راز د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر “هاکان فیدان” هم هنیه سره سره تلیفوني خبرې کړې او نوموړي سره یې د کورنۍ د څو غړو د شهادت غمرازي څرګندنه کړې ده.

د ویلو ده، چې وړمه ورځ اسرائیلي اشغالګرو په داسې حال کې د اسماعیل هنیه د کورنۍ غړي په نښه کړل، چې د اختر لمانځه ته روان و. د صهیونیستي ريژیم په دې وحشیانه برید کې د هنیه درې زامن او څو لمسیان په شهادت ورسیدل او ځینې نور ټپیان شول.

مربوطه مطالب

Back to top button