کابل ټکی کام (جمعه، ۲۴ وری، ۱۴۰۳ل)
له هغه وروسته د روانې میاشتې په لومړیو کې په سوریه کې د ایران پر سفارت اسرائیلو برید وکړ، ایران په وار وار ټینګار کړی چې د “پریکنده” ځواب په ورکولو سره به اسراییلو ته داسې سزا ورکړي، چې په ټول عمر به بیا د ایران په خلاف د حملې جرئت ونه کړي.
په دې اړه امریکايي شبکې “CNN” د دوه امریکايي چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې ایران به نن (جمعه، د اپریل ۲۴) پر اسرائیلو د توغندیو او له سلو د ډېرو بې پیلوټه الوتکو بریدونه وکړي.
دغه خبري چینل د امریکایي چارواکو له قوله راپور ورکړی: احتمال لري، چې ایران به نن په اسرائیلو باندې یو ستر برید وکړي چې په ترڅ کې به یې له سلو څخه ډیرې بې پیلوټه الوتکې او په لسګونو توغندي د اسرائیلو په دننه کې د پوځی هدفونو پرضد وکارول شي.
دغو دوو باخبره چارواکو چې نوم یې نه دی اخیستل شوی CNN ته ومنله چې د اسراییلو لپاره به ستونزمنه وي چې د دې کچې برید مخه ونیسي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ایران په پرله پسې ډول د سوریې په پلازمېنه دمشق کې پر خپل سفارت د برید په اړه د اسراییلو ته د درنې سزا ورکولو ژمنې کړې دي.
په دې لړ کې د ایران د دفاع وزیر محمد رضا اشتیاني ګواښ کړی، چې هېواد به یې تل ابیب ته سخت ګوزار ورکړي. له بلې خوا، اسراییلي رسنیو راپور ورکړی چې تمه کیږي د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو به نن د وضعیت ارزولو لپاره یوه غونډه وکړي ترڅو د ایران د احتمالي برید ځواب ته چمتووالی ونیسي.


















