کابل ټکی کام (جمعه، ۳۱ وری، ۱۴۰۳ل)
د ایران د انقلابي سپاه پاسدران ځواکونو سرچینو “العربیه” تلویزیون ته ویلي، چې د اسرائیلو برید یې په بریالیتوب سره شنډ کړی او اټومي تأسیسات یې خوندي دي. د سپاه پاسداران ځواکونو سرچینو منلی، چې نن سهار اسراییلي اشغالګرو هڅه وکړه، چې د ډرون الوتکو په مټ اصفهان ایالت کې ځینې اهداف په نښه کړي؛ خو په خبره یې د دوی دفاعي سیستم یې نږدې ټولې بې پیلوټه الوتکې ویشتلي دي. د سپاه پاسداران ځواکونو دغه راز ویلي، چې اسرايیلي میزایل یې له خپلو پولو د باندې شنډ کړي او هیڅ توغندی د ایران په خاوره نه دی لږیدلی.
د ویلو ده، چې امریکایي چارواکو په ایران د اسراییلو د ځوابي بریدونو پخلی کړی؛ خو د اسراییلي پوځ ویاند ویلي، چې د اوس لپاره نه غواړي په دې اړه کومه تبصره وکړي.

















