کابل ټکی کام (جمعه، ۳۱ وری، ۱۴۰۳ل)
د نړېوالو رسنیو د راپور له مخې اسرايیلي اشغالګرو د ایران په اصفهان ولایت کې یو هوایي ډګر او ځینې نور پوځي اهداف په نښه کړي دي.
د ایران دولتي تلویزون راپور ورکړی، چې نن جمعه سهار وختي د ایران په اصفهان کې درنې چاودنې شوې دي او غږونه یې اورېدل شوي دي،.چې له امله یې په پلازمېنه تهران او ځینو نورو ښارونو کې پوځي-ملکي هوايي ډګرونه تړل شوي او د GPS سیستم بند شوی دی.د ایران دولتي تلویزون وايي: « چې د اصفهان په ولایت کې درنې چاودنې شوې؛ خو په خبره یې د چاودنو علت لا معلوم نه دی.ایراني مقامات وايي چې یو شمېر بې پیلوټه الوتکې یې وېشتلي دي او «تر اوسه د میزایل کوم برید» نه دی شوی.په ورته مهال اې بي سي نیوز د امریکا د څارګرې ادارې د یو چارواکي په حواله ویلي، چې اسراییلو په ایران ځوابي بریدونه کړي دي. دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې ایران د سوریې په پلازمېنه دمشق کې پر خپل سفارت د اسرايیلي اشغالګرو د برید په غبرګون کې په اسراییلو پراخ بریدونه کړي و او سراییلو ګواښ کړی و، چې غچ به یې اخلي. د ویلو ده، چې د اسرائیلو په بریدونو کې د اوښتې مرګ ژوبلې- مالي زیانونو په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي؛ خو ایراني رسنۍ وایي، چې اټومي تأسیسات یې خوندي دي.

















