کابل ټکی کام (جمعه، ۳۱ وری، ۱۴۰۳ل)
نیوزویک مجلې په خپل تازه تحلیلي راپور راپور کې لیکلي، چې پر غزې تړانګه لا هم د حماس ځواکونه کنترول لري. یاده رسنۍ لیکي:په داسې حال کې،چې په غزه کې له جګړې ۶ میاشتې تېرې شوې، د حماس ډله لا هم د غزې تړانګې په نږدې ټولو برخو کنترول لري. دغه مشهوره امریکایي رسنۍ په خپل تحلیل کې لیکي: د غزې په شمالي او جنوبي برخو کې کوڅه په کوڅه د حماس جنګیالیو او اسراییلي پوځ ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي، د غزې له جنوبي سیمو د اسراییلي ځواکونو له وتلو وروسته یوځل بیا پر “خان یونس” ښار حماس ځواکونو ولکه ټینګه کړې ده، نو له همدې معلومیږي، چې حماس ډله لا هم برلاسې ده. دغه مشهوره امریکایي رسنۍ په خپل راپور کې لیکي: د مصر په پلازمېنه “قاهره” کې د حماس او اسراییلو خبرو کې د حماس غورځنګ د سختو شرایطو له امله پرمختګ نه تر سترګو کېږي ځکه یاده ډله پر خپله بریا پشپړ باور لري.
د ویلو ده، چې نیوزویک مجله داسې مهال پر غزې تړانګې د حماس اسلامي غورځنګ د بشپړ کنترول خبره کوي، چې له څه باندې شپږو میاشتو سختو جګړو وروسته اسراییلي اشغالګر ځواکونه خپلو موخو ته نه دي رسیدلي او نږدې هره ورځ یې لسګونو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوړي.


















