لیکوال: باهرحقپال
رسنیزو ګنګوسو د خلکو غوږونه ترَولي و. له عادت سره سم یې، محکمه مردم ازاري روانه کړې وه. خرمسته دښمني تبلیغاتو لا شور او زور نیولی و. د ټیلیویژون په هنداره یې د زرګونو خلکو دردونکی خبر په پوره اخلاص او سپین کړي غاښ بیا-بیا تبلیغوی. د خپلو مخالفانو د دردولو په پار يې دردونکي لفظونه نڅول.
زرګونو دردليو خلکو د یؤ لوی انګازه شوي درد لپاره د صبر او زغم لاسونه لپه کړي و. هیڅ زړه ته نۀ لویده چې داسي خبر به یې تر غوږو رسیږي چې غرونه-غرونه خلک به ژړوي.
ماښام مهال کور ته له لیري راغلم. خپله کوټه کې یوه لحظه دمه شوم. د مورکۍ غوږو ته رسیدلي غږ د مورکۍ صبر تمام کړی و. زما د ورتګ انتظار یې نور نشوای کولای. را غږ یې کړل، وه زویه دا خبره ریښتیا ده؟!
ما چې څو ځله رسنیزې ګنګوسې درواغ تجربه کړې وي، دا خبره مې هم هغو ته ورته بابیزه وګڼله او مورکۍ ته مې درواغ ننداره کړه.
د مورکۍ دردناک او له ژړا ډک غږ اړ کړم چې پخوانی ټویټر او اوسنی ایکس ته مخه کړم. موبایل مې را واخیست. مشهورو رسنیو ته مې چټک-چټک ور وکتل، خبره بیخي ګرمه وه.
دوی باور خوړلی و؛ځکه خو د باور کولو کومه لاره نۀ وه پاتې. ډایرکټ د مجاهد صاحب د ټویټر اکونټ ته ورغلم. له ورتلو سره سم له یؤ بل ډول حالت سره مخ شوم. هیڅ نشي انځور کیدی. د خپل وخت دومره زورور درد مې تجربه کړ، چې آن له ژونده یې ناهیلی کړم. اوږده لحظه موبایل په سینه پروت او غلی ړنګ وم. داسي مهال را پورته شوم چې له تیارې سره سم غم هم تور څادر غوړولی و.
کور څۀ آن کلی غلی و. مسلمه امت او سلامت ملت غریو نیولی د یتیمۍ ترخۀ تجربه کوي. لکه اسمان چې پرې را نړلیدلی وي.
زړونه یې مات شوي و. د لوی خدای جل جلاله عالي دربار ته یې لاسونه لپه کړي و او د څاڅکو-څاڅکو رڼو اوښکو په بدرګه یې ورته الهي رضا او جنتونه غوښتل.
هوکې! دا هغه مهال و چې د مشرملاصاحب، امیرالمؤمنین، #ثالث_عمر رحمه الله د وفات خبر رسنیز او د اسلامي امارت د رسمي ادرسونو لخوا تاید شوی و.
آه، مسلمه امت یؤ بل عمر له لاسه ورکړ. یؤ بل د اعتدال، عاجزۍ او دلاورۍ غر یې را و نړیدی. د عدل له اسمانه یؤ بل روښانه لمر غروب شو. د ایمان، غیرت او جرأت له هسکه یؤ بل ستوری پریوت. د مقاومت، د اسلامي برم د عظمت او د مبارزې دنګ منار را و نړید.
ځان مې د یوۀ ښۀ جانشین او خلَف (شهیدمنصور رحمه الله) په ټاکنه ډاډه کړ او کورنۍ ته مې د صبر او زغم سپارښتنه وکړه.
ومې ویل، موږ باید د #ثالث_عمر -رحمه الله- لار پرینږدو. د هغه رحمه الله نوم د هغه پر مسیر په تګ کولو ژوندی وساتو. د هغه شهامت، عدالت او حریت خوندي کاندو.
موږ باید د هغه رحمه الله په څېر مسؤلیت ته ژمنتیا جاري او ساري وساتو. د هغه رحمه الله په قدم، قدم کیږدو او تفریقپالنه، نارواقامپالنه او سمتپالنه زیندۍ کړو.
زیاته مې کړه، هغه رحمه الله د خپل جهاد پیل، د ظالمانو د ظلم، د فتنګرو د فتنو او د شرفسندو عناصر د شرونو د له منځه وړلو لپاره کړی و، چې باید لاره یې تعقیب او جذبه یې ګړندۍ او ژوندۍ وپالو.
هغه رحمه الله داسي امارت موږ ته میراث کې پریښی چې د زرګونو خلکو هیلې ور پورې تړلې دي چې باید موږ ورته ژمن و واوسو او د خلکو تړلې هیلې تر مراده ورسو.
که څوک سترګې پټې نکړې او په رڼو سترګو د ملاصاحب له قیام وړاندې او وروستني حالات سره پرتله کړې په یقین سره وایم، پرته له کوم ځنډ و خنډه به و مني چې ملاصاحب د ټول مسلمه امت لپاره عموما او د افغانستان لپاره خصوصا یؤ ستر نعمت و.
یادونه:
د #ثالث_عمر رحمه الله ژوند پخپله تاریخ و. د هغه پر اسلامیت، شهامت او عدالت ډېر څۀ لیکل کیدی شي او باید ولیکل شي. دا چې د ثور څلورمه د ثالث عمر رحمه الله د وفات ورځ ده، په دې ورځ خو د هغه رحمه الله پر سیرت او عاداتو څۀ-ناڅۀ لیکل ضرور باید وشي او بیا لکه هنداره د ټول ولس مخي ته کیښودل شي ترڅو مسؤلین او عام وګړي پکې ځانونه و ویني، چې کوم یې په کومو صفتونه رنګ او کوم یې له کومو صفتونو ړنګ دي.


















