د اسراییلو د پوځي استخباراتو مشر له خپلې دندې استعفا وکړه

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳ ثور، ۱۴۰۳ل)

د اسراییلي رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هېواد د پوځي استخباراتو مشر له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.

د اسرائیلو د پوځي استخباراتو مشر د تېر ۲۰۲۳م کال د اکتوبر د اوومې نېټې د حماس د حملې په مخنیوي کې د پاتې راتلو له امله له خپلې دندې استعفا کړې ده.

په همدې لړ کې د اسرائیلو د پوځ لوی درستیز د دفاع له وزیر سره وکتل او د پوځي استخباراتو د مشر استعفا ومنل شوه.

د ویلو ده، چې د اسرائیلو د حکومت د مخالف ګوند مشر د استخباراتو د مشر له استعفا څخه د خوښۍ په څرګندولو سره له نتنیاهو څخه وغوښتل چې له خپلې دندې لاس په سر شي.

مربوطه مطالب

Back to top button