کابل ټکی کام (سه شنبه، ۴ ثور، ۱۴۰۳ل)
له سوریې ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د دغه هېواد په “حسکه” ولایت کې د عراق د اسلامي مقاومت سازمان “حشدالشعبي” د امریکا پر یوې مهمې پوځي اډې د بالستیک توغندیو او بې بیلوټه الوتکو په وسیله بریدونه کړي دي.
له ځايي سرچینو د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې د حسکه ولایت د “یاروبیه” ښارګوټي کې د “خراب سیر” په نامه هغه هوايي ډګر په نښه شوی، چې امریکايي ځواکونه په کې میشت دي.
د امریکایي پوځ د مرکزي قوماندانۍ ویاند د بریدونو پخلی کړی؛ خو پکې د اوښتو مالي او ځاني زیانونو په اړه یې څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده، چې پر اسراییلو د تېر ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په ۷ مه نېټه د حماس ځواکونو لخوا تر خونړیو بریدونو او په ځواب کې پر غزې تړانګې د اسراییلي صهیونیست ريژیم تر وحشیانه هوایي او ځمکنیو بریدونو وروسته د عراق د اسلامي مقاومت ځواکونو په سوریه، اردن او عراق کې د امریکایي ځواکونو پر پوځي اډو لسګونه بریدونه کړي، چې په پایله کې یې لسګونو امریکایي پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. دغه راز یادې ډلې د اسراییلو د پلازمینې تل أبیب په ګډون د دغه هېواد مهمو ښارونو باندې هم بریدونه کړي دي.


















