کابل ټکی کام ۰۵کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
له ارګه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي، چې افغان ولسمشر د ۲۰۵ ظفر قول اردو قومندان جنرال تاج محمد جاهد ته د کورنیو چارو د وزارت څوکۍ، او همدا راز یې د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمیسون کمشنر فرید حمیدي ته د لویې څارنوالۍ څوکۍ ورکړې ده.
ظفر هاشمي پخپله ټویټر پاڼه کې د یادو ټاکنو په تأیید کې ویلي دي، چې ولسمشر غني د کابل د ګارنیزون قومندان جنرال عبدالرحمن د کورنیو چارو د وزارت د امنیتي مرستیال په توګه ټاکلی دی.
هاشمي همدا شان ویلي دي، چې ولسمشر اشرف غني د کورنیو چارو وزیر جنرال نورالحق علومي ته په هالنډ کې د افغانستان د سفارت دنده سپارلې ده.
د یادولو ده، که د افغانستان اساسي قانون ته وګورو، نو وبه وینو چې د کورنیو چارو وزیر او لوی څارنوال باید د ولسي جرګې د غړیو څخه باور لیک ولري، خو دا مهال د ولسي جرګې غړي د ژمي په رخصتیو ورک دي.
















