شعر : خالقیار احمدزی
!څپې،څپې سیلابه آباسینه پرې رادانګه !
ښایستوکې فرښته شه ښه په مینه پرې رادانګه
ښکلاوې یئ تالا کړې پسرلي له منځه لاړل
اغزی،اغزی ګلابه لونګینه پرې را دانګه
کتاب د حسن پرانیزه مسکا راكره تحفه کې نور
په غیږ كي د وصال خوږه شیرینه پرې رادانګه !
د ستورو له مداره فلسفه د معشوقو را وړه
نقاب دې کړه نور لرې ، سپین جبینه پرې را دانګه.
د سترګو سمندر ته ګریوانونه سلامي کا
د زړه په رنځ رنځور چې شی نګینه پرې را دانګه !
همیش یئ درته لیکې خالقیاره دغزل ژبه
یادونه یئ په کرښو کې په مینه پرې رادانګه

















