کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۳ ثور، ۱۴۰۳ل)
د المیادین خبري آژانس د خبر له مخې د عراق اسلامي مقاومت سازمان “حشدالشعبي” ځواکونو عراق او سوریه کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړي کړي دي.
المیادین خبري آژانس چې تر ډېره د امریکا-اسراییلو ضد ډلو خبرونه خپروي د یاد سازمان د سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې ځواکونو یې نن سهار وختي د عراق په شمال اربیل ولایت کې د امریکا پر دوه پوځي اډو د بالستیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.
دغه راز یادې ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کړې، چې د سوریې د ادلیب ولایت اړوند سیمه کې یې هم د امریکا یوه پوځي اډه د بالستیک توغندیو په وسیله ویشتلي، چې په پایله کې یې امریکایي اشغالګرو ته د سر او مال درانه زیانونه اړولې دي.
د ویلو ده، چې دا لومړی ځل نه دی، چې د عراق د اسلامي مقاومت سازمان سیمه کې په امریکایي اهدافو بریدونه کوي، بلکې یادې ډلې تر دې وړاندې هم ورته سلګونه بریدونه کړي دي.


















