کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۷ ثور، ۱۴۰۳ل)
د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ حماس اسرائیلو ته ګواښ کړی که په رفح برید وکړئ اسیران به مو ووژل شي.
یاد غورځنګ ته یوې نږدې سرچینې “المیادین” خبري آژانس ته ویلي، چې صهیيونیستان پر رفح د حملې کولو په ګواښونو سره په خبرواترو کې پر حماس فشار نه شی اچولی، ځکه سلګونه اسرائیلي پوځیان له موږ سره دي او که صهیونیستي رژیم پر “رفح” د حملې کولو حماقت وکړي بندیانو ته یې زیان رسیدلی شي. یادې سرچینې ټینګارکړی، چې پر رفح د حملې په صورت کې به حماس د خبرو اترو روانه لړۍ ودروي، چې پړه به یې د نتنیاهو د ترهګر رژیم پر غاړه وي. د یادونې وړ ده، چې حماس اسلامي غورځنګ داسې مهال اسرائیلو ته ګوتڅنډنه کوي، چې د مصر پلازمېنه قاهره کې د حماس او اسرائیلو ترمنځ د اوربند او د بندیانو د تبادلې په هکله خبرې روانې دي او منځګړي هیوادونه هڅه کوي، چې دواړه لوري یوې هوکړې ته ورسیږي.


















