کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۶ ثور، ۱۴۰۳ل)
د اسراییلو پوځ خبر ورکړی، چې د “رفح” له لوري څخه د اسراییلو او غزې ترمنځ د “کرم شالوم” پر لور د حماس ځواکونو لخوا لس توغندي ویشتل شوي، چې له امله یې لس تنو صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د اسراییلو ۱۲ تلویزیوني شبکه وایي،چې په دغه برید کې ۱۰ تنو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ویلو ده، چې د حماس اسلامي غورځنګ پوځي څانګې “القسام” لېوا د برید پړه پر غاړه اخیستې او په خبره لسګونه صهیونیستي پوځیان یې وژلي دي.


















