کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۸ ثور، ۱۴۰۳ل)
له هغه وروسته، چې تېره شپه اسراییلي نیواکګرو پر “رفح” ښار هوایي بریدونه پیل کړل. غزه کې د حماس اسلامي غورځنګ لوړ پوړي قوماندان “یحیی سنوار” یې په غبرګون کې ویلي، چې پر رفح کې به هم د غزې په څېر دوښمن له تاریخي او شرمونکی ماتې سره مخ شي. د لبنان د حزب الله غورځنګ اړوند “المنار” تلویزیوني شبکې ادعا کړې ده، چې د یحیی سنوار ۵ دقه ییز غږیز پیغام یې تر لاسه کړی، چې پکې ښاغلي سنوار اسراییلي ترهګرو ته ګوټڅنډنه کړې، چې رفح به یې په هدیره بدله شي. یحیی سنوار د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې صهیونیستي یرغلګرو غزه کې په بشپړه توګه ماته خوړلې او اوس غواړي رفح کې خپل بخت و ازمویي او له خپلې ماتې د نړیوالو پام پر بله واړوي. د حماس اسلامي غورځنګ یاد پوځي قوماندان چې په اسراییلو د تېر ۲۰۲۳م کال د اکتوبر د ۷ مې د خونړیو بریدونو اصلي طراح بلل کېږي یوځل بیا ټینګار کړی، چې له اسراییلو سره به پر هیڅ داسې هوکړې توافق ونه کړي، چې د فلسطیني ولس سپکاوی پکې وي. د یادونې وړ ده، چې یحیی سنوار داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې تېره شپه صهیونیستي ريژیم رفح ښار ګوټي کې هوایي بریدونه کړي دي او حماس یې په غبرګون کې اسراییلو سره مصر کې د اوربند په هکله روانې خبرې ځنډولې دي.


















