کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۸ ثور، ۱۴۰۳ل)
له هغه وروسته، چې تېره شپه صهیونیستي اشغالګرو پر “رفح” ښار هوایي بریدونه وکړل، حماس یې په غبرګون کې اسراییلو سره روانې خبرې ځنډولې دي. د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر غړي او پخواني ویاند “اسامه حمدان” المیادین خبري آژانس سره په خبرو کې یوځل بیا پر مقاومت ټینګار کړی او خبرداری یې ورکړی که اسراییلي ځواکونه رفح کې ځمکني عملیات پیل کړي درنه بیه به یې پرې کړي. نوموړي د خپلو خبر پر دوام امریکا په دوه مخۍ تورنه کړې ده. د حمدان په خبره امریکا له موږ خبرې غواړي؛ خو صهیونیستي ریژیم ته د فلسطنیانو د وژلو لپاره وسلې ورکوي. د یادونې وړ ده، چې د حماس دغه لوړ پوړی غړی داسې مهال اسراییلو سره د خبرو پرېکون اعلانوي، چې وړمه ورځ د مصر پلازمینه قاهره کې د دواړو لوریو ترمنځ یوځل بیا خبرې پیل شوې وې او تمه کېده، چې حماس او اسراییل به پر یو توافق به هوکړې ته ورسیږي.


















