کابل ټکی کام (جمعه، ۲۱ ثور، ۱۴۰۳ل)
له هغه وروسته چې اسراییلي ترهګر ريژیم د غزې تړانګې په ختیځ رفح ښار بریدونه پیل کړل او حماس یې په غبرګون کې صهیونیستي ريژیم سره د سولې خبرې وځنډولې. تازه راپورونه وایي، چې د حماس اسلامي غورځنګ د مرکچي پلاوي غړي له قاهرې بېرته دوحې ته تللي دي. د حماس اسلامي غورځنګ د مرکچي پلاوي غړي “عزت الرشق” تائید کړه، چې دوی له قاهرې وتلي دي. د نوموړي په خبره په رفح کې د عملیاتو په پیلولو سره د نتنیاهو ريژیم هغو ټولو هېوادونو ته سپکاوی وکړ، چې غزه کې یې د اوربند او اسراییلي بندیانو د خلاصون هڅې کولې. په ورته مهال نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي، چې په رفح کې د عملیاتو پیلول به نتنیاهو ته هېڅ ګټه ونه رسوي، بلکې په نړیواله کچه به د اسراییلو ريژیم د لا ډېرې انزوا سره مخ کړي. د ویلو ده، چې حماس اسلامي غورځنګ درې ورځې وړاندې پر رفح د صهیونیستي ريژیم تر حملې وروسته اسراییلو سره خبرې ځنډولې وې.


















