کابل ټکی کام (جمعه، ۲۱ ثور، ۱۴۰۳ل)
د المیادین خبري آژانس د خبر له مخې د عراق د اسلامي مقاومت سازمان “حشدالشعبي” د اسراییلو په عسقلان ښار کې د تیلو ذخیرې د بالستیک توغندیو په وسیله ویشتلی دی. یادې ډلې د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې برید یې غزه او رفح کې د صهیونیستي ريژیم لخوا د روانو وحشیانه عملیاتو په غچ کې ترسره کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې د عراق اسلامي مقاومت ځواکونو تېره ورځ هم د اسراییلو دننه څو پوځي اډو باندې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي و.

















