کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۳ ثور، ۱۴۰۳ل)
د روسیې د دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې یې د اوکراین ۳ لیوپارډ پرمختللي ټانکونه له منځه وړي دي. سپوتنیک خبري آژانس د روسیې د دفاع وزارت د ویاند له قوله ویلي، چې روسي ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې اوکراین ته د جرمني لخوا ورکړل شوي درې ټانکونه ویجاړ کړي دي. د روسیې دفاع وزارت دغه راز خبر ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۵۵۰ اوکرایني پوځیان وژلي، او د څلورو جرمني ساخت لیوپارډ ټانکونو په ګډون یې ډول ډول پرمختللې وسلې نیولې دي. د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د “چیچنیا” ولسمشر رمضان قدیروف ویلي و، چې د اوکراین د وسله والو ځواکونو د نیول شویو تجهیزاتو نندارتون په پلازمېنه “ګروزني” کې پیل شوی دی. د اوکرایین لخوا جوړ شوي زغره وال ګاډي او د ناټو هیوادونو لخوا د اوکراین وسله والو ځواکونو ته ورکړل شوې ډول ډول وسلې او پوځي تجهیزات نندارې ته ایښودل شوي دي. د نوموړي په خبره هر څوک کولی شي له اوکرایني ځواکونو نیول شوي تجهیزات وګوري.


















