محمد یحیی شهیدزوی
اسلامي امت، خصوصا افغان مؤمن ملت له داسې قسي القلبه دښمنانوسره مخامخ دی، چې د مصیبتونو پرمهال به یې هیڅکله له نفاق، ارتداد او له کفره ډک زړونه پې لږهم و نه دردیږي.
د هېواد شمال او لږه غربي برخه، چې وروسیتو سیلابونو سخته وځپله او له بده مرغه بغلان کې خویې د ناورین ترکچې مصیبت رامنځ ته کړی، دښمنان ظاهرا د همدردۍ نارې وهي؛ خو په حقیقت کې د خپل نفاق لمن خپرول غواړي. خصوصاً صلیبۍ راډیو ـ چې ځان آزادۍ (!) راډیو بولي ـ امریکا غږ را ډیو او ځینې نورې رسنۍ په نظام د فشار راوړلو لپاره اسلام دښمنه او منافقې څېرې او اشخاص پر دې موضوع د تبصرو لپاره رابولي؛ کله نظام د دې طبعي پېښو په رامځته کېدو کې پړ بولي، کله د مرګ ژوبلې شمېروکې مبالغه کوي او کله هم د مرستو د ځنډ خبرې کوي، ترڅو دې مؤمن ملت ته په یوډول زهرجن ټک ورکړي، لعنتُ الله علی الکاذبین.
که څه هم دا دوه صلیبۍ او بدنامې راډیوګانې له نیکه مرغه د اف ام له څپو په هېواد کې الحمدلله نشرات نه لري؛ خو د سټلایټ له لارې لاهم هماسې زهر شیندي.
شتمنو هېوادوالوته دې دا سعادت مبارک وي، چې له یوې خوا د مرستو په کولوسره په دې مصیبت کې له سیلاب ځپلوسره د اسلامي همدردۍ له مخې ونډده اخلي؛ خو له بلې خوا د منافقینو او ټولودښمنانو پرمخ د مأیوسۍ څپېړه هم ورکوي، چې د مجاهدینو او ملت ترمنځ واټن او شر رامنځ ته کول غواړي.
له اقصی تر خراسان په امت ویر دی
د مرتدو او د کفر منځ کې ګیر دی
اُندلس خو هسې هېر لکه ایغور دی
ټول امت لکه غزه لکه کشمیر دی.


















