کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۴ ثور، ۱۴۰۳ل)
د امریکا مشهورې ورځپاڼې “نیویارک ټایمز” په یوه تازه خپره شوې تحلیلي مقاله کې لیکلي، چې تر اووه میاشتینۍ جګړې وروسته لاهم حماس ځواکونه د غزې پر مهمو سیمو بشپړه ولکه لري. یاده ورځپاڼه زیاتوي: تر ۷ میاشتینۍ جګړې وروسته لا هم د حماس غورځنګ د پوځي څانګې مشران غزه کې شتون لري او جګړه رهبري کوي. د نیویارک ټایمز په مقاله کې راغلي: د “یحیی سنوار” ژوندي پاتې کېدل د اسراییلو د جګړې د ناکامۍ ستره نښه ده، اسراییلو په یحیی سنوار پسې د غزې لویشت لویشت وکتله، غزه یې په کنډوالو بدله کړه، لسګونه زره کسان یې ووژل او لسګونه زره نور یې ټپیان کړل؛ خو یحیی سنوار ته ونه رسیدل. د یادونې وړ ده، چې نیویارک ټایمز په خپل تحلیل کې لیکلي، چې غزه کې د حماس پوځي قیادت فعال حضور لري، جګړې رهبري کوي؛ خو اسراییلو ته نه یوازې دا چې د سر او مال درانه زیانونه واوښتل بلکې هیڅ کوم اسراییلي بندي یې د حماس له زندانه خوشې نه کړ.


















