د عراق اسلامي مقاومت سازمان اربیل کې د امریکا پر پوځي اډې د بې پیلوټه الوتکو برید کړی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۶ ثور، ۱۴۰۳ل)

د مهر خبري آژانس د خبر له مخې د عراق شمالي اربیل ولایت کې د امریکایي ځواکونو پر یوې اډې د عراق د اسلامي مقاومت “حشدالشعبي” ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي. له بریدونو وروسته د عراق اسلامي مقاومت سازمان په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د امریکايي اشغالګرو د “حریر” په نامه پوځي اډه یې د بې پیلوټه الوتکو په وسیله په نښه کړې ده.د یادونې وړ ده، چې د عراق اسلامي مقاومت سازمان په دې وروستیو کې د غزې د خلکو په خلاف د صهیونیستي رژیم د جنایتونو په غبرګون کې په سوریې او عراق کې د امریکایي نیواکګرو ځواکونو په اډو باندې ګڼ شمېر بریدونه کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button