کابل ټکی کام (پنجشنبه ۲۷ ثور، ۱۴۰۳ل)
تېره ورځ د يمني ځواکونو له لوري په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي، چې بحري ځواکونو يې په سره سمندرګي کې د «ميسون» په نامه امريکايي بيړۍ په نښه کړې.
په خبرپاڼه کې دغه راز ويل شوي، چې د دوی بحري او هوایي قواوو په مشترکو عملياتو کې د (Destiny) په نامه کښتۍ هم تر هغه وروسته هدف ګرځولې، چې د اشغال شوي فلسطين بندر ته روانه وه.
خبرپاڼه کې ټينګار شوی، چې د مظلوم فلسطيني ملت د مرستې په پار به يې عمليات دوام لري او ټولې هغه کښتۍ به په نښه کړي، چې د اشغال شويو فلسطيني سیمو بندرونو ته تلونکې وي.


















