کابل ټکی کام (جمعه، ۲۸ ثور، ۱۴۰۳ل)
کاماز تاتارستاني شرکت غواړي په افغانستان کې د موټرو پرزو او بسته بندۍ برخه پانګونه وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې، د کاماز په نوم یو تاتارستاني شرکت په افغانستان کې د موټرو د بسته بندۍ شرکت جوړولو کې د اسلامي امارت د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست نورالدین عزیزي سره د دغه شرکت د مسوولینو د کتنې په ترڅ کې، د یاد شرکت مسوولینو څرګند کړی، چې په افغانستان کې له افغانانو سره په ګډه پانګونې سره غواړي خپل فعالیتونه په افغانستان کې بیا پیل کړی دی.
د یادونې وړ دی، چې «کاماز» د لویو موټر تولید یو روسي شرکت دی، چې د مرکزي اسیا او قفقاز په یو شمېر هېوادونو کې فعالیت لري.


















