غزه کې خونړۍ نښتې؛ لسګونه صهیونیستي اشغالګر وژل شوي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۸ ثور، ۱۴۰۳ل)

د راپورونو له مخې د غزې تړانګې په بېلا بېلو برخو کې د حماس اسلامي غورځنګ ځواکونو سره په نښو کې لسګونو صهیونیستي اشغالګرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د حماس غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د غزې تړانګې د شمال “جبالیه” کمپ کې یې د صهیونیستي پوځیانو پر یوې اډې برید کړی، چې په پایله کې یې ۱۲ تنه اسراییلي پوځیان وژل شوي دي. دغه راز “المنار” تلویزیوني شبکې د حماس او نورو فلسطیني مقاومتي ډلو د سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې وړمه ورځ یې د غزې تړانګې په مختلفو سیمو کې د صهیونیستي اشغالګرو ۳۰ ټانکونه ویجاړ کړي، چې په پایله کې یې ۹۰ تنه اشغالګر پوځیان وژل شوي او څه د پاسه ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي. “المنار” تلویزیوني شبکې ځینې داسې انځورونه او یډیوګانې هم خپرې کړې دي، چې پکې د صهیونیستانو ویجاړ شوي ټانکونه ښودل شوي او اسراییلي الوتکې د خپلو وژل شوي او ټپیان شوي پوځیان لیږدوي. د یادونې وړ ده، چې تر اوسه صهیونیستي ترهګر ريژیم غزه کې خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبله په رسمي توګه نه ده تائید کړی؛ خو اسراییلي رسنیو ویلي، چې غزه کې یې ګڼو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button