جمعه, مې 1, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

د صهیونستي رژیم د جنایتونو دوام او د نړيوالو له شرمه ډك درېځ

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
مې 19, 2024
کټګوریانې: سرمقاله, مهم
0
14
ځلې شریک شوی
170
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

ابوعثمان غزنوي
له څو میاشتو راهيسې د صهیونستي رژیم ځواكونو له هوا او ځمكې د فلسطين په ځانګړې توګه غزې او رفح پر مظلوم ولس ناتار جوړ كړي، چې لړۍ لااوس هم ډېر په شدت سره دوام لري. د خبري رسنيو د رپوټونو له مخې، د صهیونستي رژیم په دې بشري ضد ناتار كې، تراوسه پورې زره کسان، چې تر نیمايي زیات یې ښځې او ماشومان دي، په شهادت رسېدلي او په زرګونو نور ټپیان شوي دي. دغه انساني تلفات، دومره ژور دی، چې د فلسطين او صهیونستانو تر منځ د لانجې په تېرو پنځوسو كلونو كې یې سارى نه لېدل كېږي. مالي زیانونه خو دومره زیات دی، چې ان میلیاردونو ته ډالرو ته رسېږي؛ د غزې او رفح ټول اقتصادي، روغتیایي او سازماني بنسټونه له منځه تللی دی، د یوې شمېرنې له مخې یوازې په غزه کې ۶۰۰ جوماتونه په بشپړ ډول او ۲۰۰ نور په قسمي توګه د صهیونستي رژیم د وحشت او دهشت د اور خوراک شوی دی.
بل خوا، له میاشتو را په دې خوا، د صهیونیزم ناورین ځپلی غزې ښار د اسراييلي ځواكونو تر كلابندۍ لاندې شپې ورځې تېروي، ويل كېږي، چې همدا اوس په دې ښار كې د جګړه ييز ناورين ترڅنګ، نور ستر ناورينونه لكه د خوراكي توكو كمښت او روغتيايي اسانتياوى نشتوالى، د غزې ښار خلك له سختو ستونزو سره مخ كړي دي.
بايد ووايو، چې نړۍ د بل هر وخت په پرتله نن ډېر سولې او امن ته اړتيا لري. هغه ظلم او وحشت او تروريستي كړنې، چې نن د فلسطين مظلوم ولس په مقابل كې د ټولو نړيوالو نورمونو او منل شويو قوانينو او نورمونو پر خلاف، ترسره كېږي، او په دې اړه د نړيوالو په ځانګړې توګه لويديځ هېوادونه او د ملګرو ملتونو امنيت شورا او بشري حقوقو سازمانونو، چې ځانونه د نړۍ د سولې او امن، انساني حقونو ټيكداران بولي چوپتيا نه يوازې د نړۍ سولې او امن ننګوي، بلكې د نړۍ په ځانګړې توګه د منځنی ختیځ سيمې لړزانده ټيكاو نور هم له سترو كړكېچونو مخامخ كوي.
پر دې بنسټ، كه نړۍ او په ځانګړې توګه ملګرو ملتونو د امنيت شورا سازمان، د نړۍ د روانو حالاتو او اوضاعو په وړاندې په رښتيني توګه بې پرې درېځ لري او ځان د نړۍ د امن او سولې څارګر او ساتونكى بولي، نو دې د انساني غمېزو په وړاندې دې توپير نه كوي او بايد زره تر زره د فلسطيني ولس پر وړاندې د اسراييلي ځواكونو د ناروا بريدونو او پوځي عملياتونو مخه ونيسي او په دې اړه كوټلي او پرېكنده ګامونه واخلي. له دې پرته كه د غزې پر خلكو د اسراييلي پوځونو عمليات همداسې روان وي او نړيوالو يې د تېر په شان په پټه خوله ننداره وكړي، د دې ترڅنګ، چې په سيمه كې به يوه ستره انساني فاجعه رامنځ ته شي، د سيمې او نړۍ د ثبات ترینګلي حالت ته په پام سره، د تاوتريخوالي او كړكيچونو نوي څپي رادبره او د خطرناك توپان په څېر هر څه له ځانه سره راواخلي، چې هغه مهال، بيا د اوضاعو د راقابو كولو په موخه هڅې او د بشري امن او حقوقو ډنډورې د يوې بې ځايه، بې وخته او پوڅ شعار په توګه، چې يوازې د زورواكو او نېواكګرو قدرتونو ګټې او موخې خوندي كوي، بل انځور ونه لري.

لوی ټکي: سرمقاله، غزه، صهیونیستان، جنایتونه،
مخکینې مطلب

غزه؛ ۳۰ تانک متجاوزان منهدم و ۹۰ نظامی صهیونیست به هلاکت رسیدند

بل مطلب

روسي ځواکونو خارکیف کې ۱۲ ښارونه نیولي

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
خبرونه

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
خبرونه

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
خبرونه

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
خبرونه

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026

وروستي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د امریکا د سمندري محاصرې ماتې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com