کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳۰ ثور، ۱۴۰۳ل)
په داسې حال کې چې د اوکرایین په لر او بر کې د روسي او اوکرایني ځواکونو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي. د روسیې دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د اوکرایین په دویم ستر ولایت “خارکیف” کې یې ځواکونو بې ساری پرمختګ کړی او ۱۲ ښارونه یې له اوکرایني ځواکونو نیولي دي.
سپوتنیک خبري آژانس د روسیې د دفاع وزارت د سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې روسي ځواکونو د تېرې یوې اوونۍ په اوږدو کې د خارکیف ۱۲ ښارونه نیولي دي.
د یادونې وړ ده، چې د روسي دفاع وزارت ادعا کړې، چې خارکیف کې یې د اوکرایني ځواکونو مقاومتي لیکې ماتې کړي، د تېرې یوې اوونۍ په جګړو کې یې ۸۰۰ اوکرایني پوځیان وژلي او د څو الوتکو په ګډون یې ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې یې هم ترې نیولې دي.


















