کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
د رياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير وړمه ورځ په خپل کاري دفتر کې په سياسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمُنشي له مرستيالې روزمېري ډيکارلو سره په داسې حال کې وکتل، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبايوا هم شتون درلود.د ملګرو ملتونو د سرمُنشي مرستيالې روزمېري ډيکارلو په دې کتنه کې په افغانستان کې پر شته پرمختګونو او لاسته راوړنو خوښي وښوده او ويې ويل ، چې ډېر مثبت بدلونونه راغلي دي.ډيکارلو له ولسونو سره د سياسي مرستيال پر دوامدارو ليدنو خوښي څرګنده کړه او له افغانانو سره يې د ملګرو ملتونو د مرستو او همکاريو د دوام ډاډ ورکړ. د ملګرو ملتونو د سرمُنشي مرستيالې د دوحې د راتلونکې ناستې په اړه د رياست الوزراء سياسي مرستيال ته معلومات ورکړل او ويې ويل ، چې د دوحې ناستې ته د نړيوال بانک په ګډون د يو شمېر نړيوالو سازمانونو او هېوادونواستازي هم دعوت شوي دي. دې د افغانستان اسلامي امارت ته هم په دې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړه. ډيکارلو زياته کړه، چې د دوحې راتلونکې ناسته د افغانستان او نړۍ د اړيکو د پراختيا او تعامل زياتولو او عادي کولو لپاره غوره فرصت دي.په ورته وخت کې د رياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير په دې کتنه کې له افغانستان په ځانګړي ډول د وروستيو سېلابونو زيانمنو سره د ياد سازمان له مرستو مننه وکړه.
د نوموړي په وينا دا مهال په حکومت کې ۸۵ زره مېرمنې پر دندو بوختې دي او اسلامي امارت د مېرمنو په ګډون د مسلکي کادرونو استخدام ته ژمن دی.ده وويل، د دوحې تېره ناسته د تنظيموونکو د ځينو نيمګړتياوو له امله نيمګړې وه او هيله يې وښوده، چې راتلونکې ناسته کې د اسلامي امارت دريځ ومنل شي، ترڅو پلاوي په کې ګډون وکړي.
مولوي عبدالکبير وويل: اسلامي امارت له نړيوالو سره د ستونزو رامنځته کېدل او دوام نه غواړي، بلکې له نړۍ سره د تعامل غوښتونکی دی. د رياست الوزراء سياسي مرستيال يو ځل بيا ټينګار وکړ، چې د يوناما په موجوديت کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکلو ته اړتيا نشته.