محمد مخبر د ایران سرپرست ولسمشر وټاکل شو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)

د ايران مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي د مړه شوي پخواني ولسمشر ابراهيم رئيسي لومړي مرستيال محمد مخبر د ولسمشر په توګه اعلان کړی.د شورای نګهبان وياند ويلي، چې د هيواد د کورني او بهرني سياست په اړه مهم موضوعات له نوي ولسمشر سره شريک شوي دي.د ايران د بهرنيو چارو پخوانی وزير جواد ظريف وايي ،چې دغې پېښه کې امريکا هم لاس لري، ځکه د دغه هيواد بنديزونه د دې لامل شوي، چې ايران نويو وسايلو ته له لاسرسي پاتې شي.دغه راز د بهرنيو چارو وزارت چارې نوي وزير علي باقري ته سپارل شوي، نوموړی مخکې له دې د مړه شوي امير حسين عبداللهيان مرستيال و.د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې ډيپلوماتيکه دستګاه فعاله ده او دغه ډول پېښې يې چارې کمزورې کولی نه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button